عاشقِ رسولﷺ عشق،مېنه او محبت دا يو داسي کېفيت دی چې په لفظونو کې بيانول يې ناممکن دي په تعريفونو يې بلها کتابونه ډک دي زما په اند عاشق هغه چا ته ويلای شي چې خپل غرور ،خپله انا تر پښو لاندي کړي ټول ژوند خپل معشوق ته وقف کړي د ژوند ټول کړه وړه په يو داسي منظمه ،مذهبه او عاجزانه دايره کې تېر کړي چې خپل معشوق ته يې د خوښې وړ و ګرځي ، اوس دا پوښتنه پيدا کېږي چې عاشق رسول څوک کېدای شي؟ نو زه دا پوښتنه داسي ځوابولای شم چې هر مسلمان عاشق رسول دی، ځکه چې د عاشق رسول مطلب له رسول پاکﷺ سره رښتنې مېنه کول، د نبي سنت خپلول،د نبي په اطاعت او فرمانبرداری کې تر ځان تېرېدل او خپل ټول ژوند د رسول اللهﷺ د سنت مطابق تېرول. په دې کې هيڅ شک نشته چې عشقِ رسول د ايمان زړه دی ، ځکه چې اصل ايمان له ستر لاښودﷺ سر مېنه کول دي او کامل ايمان په کامل عشق پوري مشروط دی د بخاري شريف حديث دی حضرت عبدالله بن هشام(رض) وايي چې يو ورځ له رسول پاکﷺسره وم پاک نبيﷺ حضرت عمر (رض) لاس په لاس کې نيولی وو نو حضرت عمر (رض) وويل اې د الله رسوله ته پرته زما له ځانه نور...