"لاس د میني راکړه " شعري ټولګه

 حمد باري تعالٰی(


په خپل ذات کي مکمله پاکه خدايه(

مدد نه غواړې له بله پاکه خدايه(


ستا په وړاندي کائينات يوه زره دی

تاته هيڅ نه دي مشکِله پاکه خدايه(


زموږ د هر څه انتهاﺀ ستا ابتداﺀ ده

يې په هر صفت کامله پاکه خدايه(


ذات دي پاک له انتهاﺀ و ابتداﺀ دی

ته وې ته يې له آوّله پاکه خدايه(


زما پر زړۀ باندي آرمان ستا د صفت دی

ثناءخوان وای تل تر تله پاکه خدايه(




نعت ستر لار ښود( ته هديه


خدای( ته نه رسي  زر کاله په رښتيا نبي سرداره(

نشته نشته بله لاره بې لتا نبي سرداره(


ستر انسان يې ستر لارښود د خدای( احسان يې

کائينات کړ ستا دپاره خدای پيدا نبي سرداره


هر صفت پر تا تمام دی فرشتې درته عاجزه

ستا قامت تر عرش بلند دی مصطفیٰ نبي سرداره(


تکليفونه دي ډېر تېر کړو د اُمت دي پر سر وو

د عربو کاڼي بوټي دي ګواه ستا نبي سرداره(

 

زما سرباز ځولۍ خالي ده ستا په يوه نظر ډکېږي

بل څه نه غواړم له خدايه( نظر ستا نبي سرداره(





لاس د ميني راکړه ځم

برخه را جلا کړه ځم


بس دی اوښکي پاکي کړه

بس يوه خندا کړه ځم


خپل غرور مي خاوري کړی

ستا غرور زما کړه ځم


ما ستوري راوړي دي

ما درته رڼا کړه ځم


مرګ نه يې ډېر لري وړم

ژوند مي راپشا کړه ځم


ما آرين شعرونو ته

ور دا خپله ساه کړه ځم




زما د ژوند د تېرېدلو کتاب

بېخي هيڅ نه دی د ليدلو کتاب


اوس هم چي لولم کتاب ته راياد شې

ما به لوستو تا به چېړولو کتاب


هغه هلکان هغسي خره را لوی شو

چي ښوونځي کي يې خوړلو کتاب


چاته چي ور يې کړم نو يې نه لولي

ددې وطن د مسايلو کتاب


سربازه ستا دي د ښادۍ کتاب شي

چي ګورم ګورې د غزلو کتاب







چي مي تا سره ياري ده مجبوري ده

غلامي ده مزدوري ده مجبوري ده


د قسمت پلنډه په څټ کي ملا کږه شوه

د ژوند څه سخته خواري ده مجبوري ده


پټ که هر څومره ژړېږې يار ته خانده

په يارۍ کي ضروري ده مجبوري ده


ستا کوڅه کي د ذلت اسباب ډېرېږي

بس هم دا مي آخري ده مجبوري ده


مور زما د لاس تڼاکو باندي ژاړي

زه وايم موري مجبوري ده مجبوري دي


په کره او کوټه نه يم د قام غم دی

بس هم دا مي شاعري ده مجبوري ده


د لېوانو مينځ کي ژوند دی شپه تېرېږي

په ورځ جي جي حضوري ده مجبوري ده


د سرباز په مرګ خپه نه ده خو ژاړي

څه خپلوي ده,  مکاري ده مجبوري ده
















د هجر غم دی په غمونو کي يوه لمبه شوې

خواره زړګيه ! په اورونو کي يوه لمبه شوې


جنګ خو دوی نه ختموي، جنګ يې د روزۍ زريعه دی

پښتون اولسه ! په بمونو کي يوه لمبه شوې


د رواجو په دېوالو کي په ځان خولې لګوي

پښتنې پېغلي په کورونو کي يوه لمبه شوې


بچي لوفر ناوې بوډۍ شوه مسافره ياره

ته په پرېديو وطنونو کي يوه لمبه شوې


هغه بلبله اوس په بل بڼ کي سندري وايي

سربازه ته يې په فکرونو کي يوه لمبه شوې







زموږ فکرونه تړي زموږ د ديدن لاره تړي

څومر سپين سترګي دي چي سترګي مو له ياره تړي


دوی ماشومانو ته ډبري ورکوي په لاسو

هم په کوڅه کي راته سپي زما دپاره تړي


خوب مي ليدی چي مشرانو دا اعلان کړی وي

چي د سرونو سوداګرو ته به لاره تړي


زموږ مدرسې نړوي ، دوی زموږ مکتبونه سېځي

زموږه انجونه هم د پوهي له سينګاره تړي


موږ د بېلتون تور دېوالونه هيڅ منلي نه دي

دوی په ډيورنډ موږ کوټيوال له کندهاره تړي


د وخت منصيف به جېلخانې د ظلم ونړوي

دوی به تر څو پوري بچي له مور و پلاره تړي


ستا لېوني آرين خو سم ستا عبادت کړی دی

د کوڅې خاوره دي تعويز تر غاړه ياره تړي


د ښه راتلونکي په خاطر دا طريقه په کار ده

قلم په لاس مخته کتاب بله ډيوه په کار ده


بيا پر وطن به له آسمانه فيصله بدلېږي

خو بس له زړۀ نه ورته ښه سمه سجده په کار ده


دا پښتانه له زوره ضد اخلي بيا نه خپلېږي

دا ګټل کېږي خو خبر ورته خوږه په کار ده


وطن ساتل په توره کېږي ګټل کېږي خاوره

د امنيت دپاره هم توره تېره په کار ده


د اتفاق ونه سربازه هله وده کوي

له خپل تربور سره، څه لږه ګزاره په کار ده





هر څه لرې د څه کمی نه لرې

جانانه زړۀ لرې زړسوی نه لرې


خدای له ښايست سره ډېر څه درکړي

ته به د چا په زړۀ کي ځای نه لرې


خالق دي ځسن ته ډېر پام کړی دی

ګل داسي ګل يې چي ازغی نه لرې


که په هنر باندي آسمان ته خېږې

چي پيسې نه لرې نو شی نه لرې


زما ژړاګاني ستا خندا ډېره دۀ

ته لا پر زړۀ باندي سروی نه لرې


مايوسي مه کوه سرباز آرينه

داسي خو نه ده چي ته خدای نه لرې



اوس مو درک* کړې اوس نړۍ په تا آګاه ده

ته ظالم يې ته وحشي لار دي ګمراه ده


موږ يې وينو له کوم ګېټه دي تنخواه ده

مدرس دي څوک دی  چېري دي درسګاه ده

                                                                                                                                                                                   

خدای به ستا پښه و کپۍ سره سم نه کړي

در پسې د يتيمانو کونډو آه ده


پښتانه د خپلو وينو حساب غواړي

تا په سرو وينو لړلې پښتونخواه ده


سرباز و تښتېدی ورک شو ستا له ظلمه؟

ګډه کړې درواغجنو دا افواه ده



درک؛پېژنګلو



زوی مړي دي رواج د پښتانه ماتوي راشي

يادونه دي دستور د مېلمانه ماتوي راشي


موږ ځکه دقلم پر ځای توپک لاس کي اخيستی

چي سر و ستر دواړه بېګانه ماتوي راشي


په زر، مذهب، فرقه مو سره وژني يو په بله

په دغه فلسفه دوی پښتانه ماتوي راشي


د زړۀ غم پټول دی او د ژوند تېرول راز دی

له سترګو چي مي اوښکي خندا نه ماتوي راشي


سرباز آرين اوس هغسي شوخي نه کوي څله

بنګړي اوس په لاسونو کي مي نه ماتوي راشي






سترګي ډيوې کړو لاس و پښې نور په تياره ځوړند کړو

موږ چي ماښام شي غمجن زړۀ په تناره ځوړند کړو


د آئينو غوندي صفا يو لږ په خيال به راځې

موږ هر سړي ته په راتلو کردار ښکاره ځوړند کړو


له تصور سره دي هره شپه سهار ته رسو

ستا تصويرونه پر دېوال خواره واره ځوړند کړو


د عشق مزل کي وو د حسن تر منزله پوري

جنون د دوصل د آسمان په کناره ځوړند کړو


صدمه د هجر تر مرګي سربازه کمه نه وه

جانان په کوم جرم کي بېرته دوباره ځوړند کړو





په زړۀ کي څړيکه شي پر شونډو باندي آه خوره شي

پر بارخو روڼه روڼه اوښکه بې پرواه خوره شي


چي سر راپورته کړي بيا زلفي تر غوږو واړوي

لکه پر ټوله کائينات چي سهار ګاه خوره شي


د پښتنو که بخت کار وکړی اتفاق شو سره

نو به بيا کوزه بره لويه پښتون خواه خوره شي


خدای و رښتيا چي چيري هم د ځوان له مرګه واورم

د زړۀ له درد مي پر خوله چيغه د الله خوره شي


ډېرو مرګونو خدايه زړۀ راڅخه کښلی دی اوس

له دغي وېري مو په کلي ښار کي ساه خوره شي


د ښه غزل به نو بس دغه وي معيار سربازه

چي بې اختياره د سړي پر شونډو  واه ، خوره شي


فکر کوم ته لما کرکه کوې

دا چي اوس هره خبر سپکه کوې 


لاسونه تا په مازديګر پورته کړو

چي مرم ګيله هم له فلکه کوې


ماته جواب راکړه چي ځم پر خپله

ته خبر ولي ورکه ورکه کوې


بس دلته نور منافقت نه زغمو

ورځه چي هر ځای يې پر مځکه کوې


ته چي سرباز شړې له دغي خاوري

ورته به وېش هم له اټکه کوې


راشه بېرته به ياران شو زه او ته

پر يوه لار به روان شو زه او ته


و پښتو ته به په ګډه غاړه کښېږدو

ټينګ به دواړه پر زبان شو زه او ته


زه به تا ته قربان وايم ته وماته

بيا به پوهه په سود او زيان شو زه او ته


که د خولې ګوله و يو بل ته ورکاږو

بېخي ډېر به سره ګران شو زه او ته


ګټه دا ده چي په ګډه ګټه وکړو

کني ګډ به په تاوان شو زه او ته


که مو عزم د يووالي وي سربازه

وايم دواړه به ودان شو او ته

 

وهل هم زه خورم الزام هم زما پر سر راځي

دغسي پېښي خو پر ما باندي اکثر راځي


کله سر مات کله ښکنځل کله ګرېوان څېرلی

په حق وئيلو کي خو داسي مناظر راځي


اوس له مېلمه وېرېږو اوس دروازې بندي ساتو

له داسي خلګو نه همېش موږ ته خطر راځي


که سوله وشوه د سرونو کښت به وده وکړي

خو ډېر وېرېږم چي بيا کوم ظالم تاجر راځي


ډېر شته چي حق د پاره سر وړي پر تلي سربازه

هر وخت د ظلم خلاف داسي يو شاعر راځي








څړيکه له دردونو راجلا شمه

اوښکه شمه ژر لېمو ته را شمه


ستا احساس مي پورته و آسمان ته کړي

ټول شمه ورېځ شمه هوا شمه


ته چي راته وګورې زه ورک شمه

ته چي سترګي واړوې پيدا شمه


ستا بېلتون مي شړک بيا پر مخ ووهي

زه د يتيم کريږه شم ژړا شمه


ګل غوندي را پرېوځم پر آزغو باندي

زه د مزدور خوب يمه بيا را شمه


تا چي زه سرباز په سترګو نه وينم

آه شمه فرياد شم واويلا شمه


بد راته پېښيږي اوس که ښه راته پېښيږي

مخته به يې ګورو چي لا څه راته پېښيږي


ما خو اراده د خپل جانان د کلي وکړه

غماز به نن پر کومه يوه کوڅه راته پېښيږي


له کوره چي راوځم په اودس باندي راووځم

د مور دعا مي مله وي نو به څه راته پېښيږي


ما نفل په څو واره هم د دې لپاره کړي

چي نه يې غواړم هغه څه دي نه راته پېښيږي


جهان مي دي دښمن شي خو بس ته مي دځان خپل کړه

د نورو پروا نه لرم چي څه راته پېښيږي


سربازه دلته هر څه په عمل پوري تړلي

چي څه رنګه مو کړي وي هغه راته پېښيږي

 


راشه لېونی مي کړه

خپلو نه پردی مي کړه


نېغ نېغ راته وګوره

وچ لکه لرګی مي کړه


بې لتا د بل نه شم

ځان سره مريی  مي کړه


سترګي راته غټي کړه

مړ يمه ژوندی مي کړه


شونډي په غاښ وچيچه

اور مي کړه لوګی مي کړه


لږ خو راته وخانده

سم دم لېونی مي کړه



زلفي په څنډ واړوه

مخته پتنګی مي کړه


ځان سره مي وساته

غېږه کي منګی مي کړه


ګرځم به لتا سره

لېچه کي بنګړی مي کړه


تا سره سايه به شم

ساه مي کړه زړګی مي کړه


زه آرين بې تا يم څه

ځان مي کړه لالی مي کړه







زه ډېر ورپسي و ګرځېدم نه معلومېده

شايد چي په دې ښار کي پښتانه نه اوسېده


بلا د نفاق ګډه وه هم چيغي وې د کرکي

په هره يوه  کوڅه کي يې کابل ښکاره کېده


د خپلي خېټي غم وو ، لکه سپي تر ميان هډونه

مرګونه وو آرزانه ژوند ته لاس نه رسېده


هر چا تور لګولی د ټولني پر وګړو

د سپېنو جامو خلګ يې ډېر تور تور ايسېده


هوسۍ په وينو سره وه د پړانګانو داړي سرې وې

د ميني په نوم دلته خلګ هيڅ نه پوهېده


کوڅه پر کوڅه ولاړمه سربازه په دې ښار کي

سړي خو پکښي ډېر وو انسان نه معلومېده

چا پر غوږو دي راته ايښي چا پر خلو لاسونه

وه ګرېوانه ته را اوږده شو د پردو لاسونه


هغه چي ما به ښکلول ما به پر سترګو نيول

په بربادي کي مي ور ګډ وو د هغو لاسونه


دلته يو تن هم د بدن غړي پوره نه لري

د چا به پښې وي او د چا وي د لرګو لاسونه


دلته په يوه قبر کي درې ، څلور ، پينځه پراته دي

دلته په څو ځايه ښخ شوي بې تنو لاسونه


د خدای په در کي به د خپل قتل حساب ترې غواړم

ما له خپل ځان سره ښخ کړي دي يو څو لاسونه


آذان د سولي اورو لمونځ د شکرانې په کار دی

سربازه نور به اوس لنډېږي د تياور لاسونه



ستا له ذاته را جلا شي بېرته ستا شي

د سايې غوندي په شپه کي پټ فنا شي


روڼوي د منزل لاره و هر چاته

ستوري خلګ وي په شپه کي را پېدا شي


په باران کي يې د زړۀ غمونه سپک شي

اوښکي نه وايي حالونه چي رسوا شي


د ماشوم مخته کتاب په لاس قلم وي

په ړنده سترګه کي کسی د بينا شي


په ټولنه کي سربازه داسي خلګ

په سلګونو کي دانه دانه پيدا شي








اوس يله سړی شوم چي له کوره ووتم

ستا د تهمتونو له پېغوره ووتم


خدای څوک له نامرد سره مخ مه کړه په هيڅ حال کي

شکر د نامرد سړي له پوره ووتم


تا چي سترګي غتي کړې په کړس دي وخندلو

زه و خدای هغه ګړي له ښوره* ووتم


زما په فريادونو دي جهان خوندونه اخلي

ترنګ شوم د رباب له ټنګ ټکوره ووتم


ستا په رډ جواب مي حوصله شوه داسي ماته

مات وجود له دره په څلوره ووتم


بيګاه چي د ځوانۍ لېونۍ شپې شولې رايادي

نو اوښکه شوم راتوی شوم له هر لوره ووتم


وخت هيچا غلام نه کړو که نن ستا سبا به زما وي

خو نن دي زه د سرو سترګو له زوره ووتم


دا هر غاصب ويلي دي او ته به هم دا وايې

چي زه له افغان خاوري نه مخ توره ووتم


سرباز خو ماشوم نه يم اداګاني هسي مه کړه

زه ستا تر وس بهر يم ستا له زوره ووتم







*ښوره-ښورېدل،ګرځېدل





نايابه تخم دي جلا خلګ دي

دا شاعران دي دا بينا خلګ دي


دوی مرګی نه لري ژوندي اوسېږي

دا لکه ستوري رهنما خلګ دي


د دوی کورونه کتابونو کي دي

د هر محفل او د رڼا خلګ دی


د دوی وينا ته باچهان غوږ نسي

دوی غريبان دی خو دانا خلګ دي


په ژوندانه کي يې څوک قدر نه کړي

له مرګه پس نو بې بها خلګ دی


له خپل احساسه روڼي شپې تېروي

د هر چا غم ژاړي دوی دا خلګ دي


دوی د هر چا دي هم د هيچا نه دي

بېخي ډېر ګران بېخي وړيا خلګ دي


په خپله وينه يې ژوندۍ ساتلې

دخپلي ژبي مسيحا خلګ دي


تاريخ به دوی ستايي سرباز آرينه

که يې رښتيا ويل نو بيا خلګ دي







ووتو په چيغو په ژړا له کلي ووتو

ستا په يارانه کي ګورې بيا له کلي ووتو


بېل شو سره دواړه دا قصور په ماوتا کي دی

ليکه مو تر منځ شوه په رښتيا له کلي ووتو


خپلو مي پخپله پر تندی داغونه کښېښوول

ولاړلو رسوا شو د حيا له کلي ووتو


څومره دي بدنام کړو اوس مو هيچا سره ځای نشته

هر چا يو شړلي د هر چا له کلي ووتو


ستا په محبت کي يو سرباز ، دار ته ختلي يو

ولاړلو فنا شو د دنيا له کلي ووتو






څومره نژدې يو څومره لري مو ژوندون کړی دی

موږ په مرضۍ په منځ کي سيوری د بېلتون کړی دی


خدای شته په کټ کي تر سهاره ټوله شپه پراته وو

په موږه دواړو کي که يوه هم خوب پرون کړی دی


په زړونو پوﻫ وو خو په ژبه سره نه پوهېدو

موږ پر يوه لاره سفر د څاروي شپون کړی دی


زما جانان ماسره هر وختي پښتو کړې  ده

ما هم په خدای ورسره ژوند د يو پښتون کړی دی


کرکه به نه پرېږدو د ميني به ساتنه کوو

په دغه شرط مو له يو بل سره تړون کړی دی


څو چي يو بل سره پخلا نه شو  سرباز آرينه

تر هغه وخت که مو يو ساعت سکون کړی دی



سر ورکوو خو د خپل سر لوړي ملت لپاره

موږه اوس اړ يو جنګ کوو د امنيت لپاره


نړۍ دي موږ باندي تور نه لګوي وه دې مني

چي موږ توپک ساتو په کور کي ضرورت لپاره


انسان په ږغ باندي ، بوده لار ته په ډب راګرځي

دارو درمل به لټوو د هر علت لپاره


يو شپون کافي نه دی چي خيال يې د نسونو وکړي

سپی ورسره کړه د رمې د حفاظت لپاره


اوس به سرباز غواړو محمود غواړو آياز به غواړو

کرکه به وژنو اوس د ميني محبت لپاره





آمن ولاړی مرور شو له ښارو ځي

لکه مات چي شي بنګړي له مړوندو ځي


په وطن کي مو هنر شپه تېره نه کړه

بل هېواد ته بې هنره په کلو ځي


زما غوښتني ستا له دره شړل کېږي

د غريب سړي بچي په لڅو پښو ځي


ځوان آرمان مي شهيدېږي ستا په وړاندي

پېغلي اوښکي مي بربنډي له لېمو ځي


پښتنې ککرۍ چاته ټيټي نه شوې

په آرزانه بيعه نه ځي پر پښتو ځي


سربازي مو لوی هنر دی دا مو ښه زده

د باروتو بد بويي مو له جامو ځي



پورته مي له زړۀ شوه د شونډانو تر سپم ووته

څړيکه د پرهر مي له چشمانو په نم ووته


اوس مي په منګولو کي آسمانه خېر را واچوه

ولاړله عيانه شوه کيسه تر برّم ووته


خلق دي يې په لوست اوس د خپل ذوق تنده ورماته کړي

زما له زړۀ د درد چيغه په شعر تر قلم ووته


اوس دي بيا و کوم رنګ ته جامې ور اچولي دي

هغه د جنت ټېکه له لاسه دي هم ووته


غم خو دي سربازه په سلګو سلګو کي مړ کړمه

ساه مي له غمجن وجوده تله دم په دم ووته






خاوري پر مځکه شوم آسمان مي راوړی

ځان سره تللی وم جانان مي راوړی


ما د ضمير سودا هيڅ ونه کړله

افغان مي وړی وو افغان مي راوړی


زه د رڼا په لټون تللی ومه

ستوري مي راوړل کهکشان مي راوړی


زما سر ټيټۍ ماته ډېر څه راکول

ما ګټه ونه کړه تاوان مي راوړی


قامه د وياړ شمله اوچته ساته

خپل پښتني غيرت ايمان مي راوړی


ما سرباز داسي سربازي وکړه چي

سر مي بايللی ننګ نشان مي راوړی



را وه يې نه کتل پر شا بېرته راغبرګه نه شوه

ولاړه بېخي لېري لما بېرته راغبرګه نه شوه


زه لکه  پل په لار کي پاته شوم د مړي په شان

منت زاريو په دعا بېرته راغبرګه نه شوه


زما د ذات له ګراېونه يې خپل لاسونه وکښل

زما د وجود وتلې ساه بېرته راغبرګه نه شوه


راته يې راکړۍ په تحفه کي لېونتوب لېونۍ

بيا يې حال ونه کړي زما بېرته راغبرګه نه شوه


زما د ږيري سپين وېښته يې دي اثبات دميني

غم يې ډېر ژر کړمه بوډا بېرته راغبرګه نه شوه


په تصور کي مي له ځانه سره جوخته ساته

دا لکه اوښکه شوه جلا بېرته راغبرګه نه شوه


وخت مي پر مخ خپل داستانونه اوس په ګونجو کاږي

هغه ځواني هغه ښکلا بېرته راغبرګه نه شوه


هغې خو زه سرباز آرين په تنهايي کي پرېښوم

نه په طبيب نه په ملا بېرته راغبرګه نه شوه










خوله کي د يار نوم جانانه اړوم

لاس کي تسپې دانه دانه اړوم


چي رسوا نه شو د پښتو وطن دی

خاوري پر پلونو روزانه اړوم


خوب مي ليدی توپک ته قبر کيندم

ور پسې زه کاڼي درانه اړوم


دې ويل زلفي راله مه ورانوه

ما ويل ماران پر خزانه اړوم


ماته په کار دی چي له هوشه ووځم

کډه به وړم پر مېخانه اړوم


سربازه! دا ياران د ښې ورځي دي

ځمه تنها پر وېرانه اړوم 



زما بې وسه ژوند ته پام شه په تلوار روان يې

وخته لحظه کي د کلونو په رفتار روان يې


په کوم قانون ځان سره نورو ته مرګونه وېشې

ځان مرګې! ته د چا پر پله دچا پر لار روان يې


خپل آرمانونه ستا په زار کاته مرګي ته سپارم

ظالمه ته پر لاره کوږ لکه د مار روان يې


تر لمر ختو پوري خو تم شه چي دي سم ووينم

وه مسافره! ته بېخي په شنه سهار روان يې


سربازه! لږه موده وروسته به دي وپوښتمه

اوس خو په موږه کي ری نه وهې بې خار روان يې






د ستورو قتلِ عام د لمر کوڅه په وينو سره ده

قلم په وينو سور دی کتابچه په وينو سره ده


د تور رسم په تور بيا يوه پېغله داغل شوې

ظالم په لاس کي بيا توره چاړه په وينو سره ده


يوه ناوي يې ډولۍ نه ، جنازې ته ورسپره کړه

يو ځوان وينو کي رغړي لنګوټه په وينو سره ده


دا آمن انځر ګل خو چا په خوب کي پيدا نه کړی

د جنګ د لاسه ټوله علاقه په وينو سره ده


د مړو اعلانونه اوس زموږ کلي کي نه شي

مسجد په وينو سور دی مدرسه په وينو سره ده


قبولي به مو څنګه دعاګاني شي سربازه!

هر فعل په وينو سور دی اراده په وينو سره ده

وخت پر وخت اوړي سپين له توره وځي

ځواني سوکه سوکه له زوره وځي


وايي نقاب به مي لمبه کړي ښايست

هغه په لڅ مخ اوس له کوره وځي


ډېرو کورو ته د مرګي استازي

د بم چاودني له سره اوره وځي


ددې وجود له پرهارونه به لا

خدای خبر څومره وينه نوره وځي


د غريب لور په واده ژاړي ځکه

له آرمان ډک زړۀ تشه توره وځي


د پرهر څړيکي اوښکي راغلې پر مخ

شهيد آرمان د زړۀ له کوره وځي


چي په ژوند نه شي نو په مرګ به سرباز

ستا له تهمته له پېغوره وځي


ستا په مخ کي تويې شي خپلواکي دي

اوښکي زړسوی نه لري بې باکي دي


درد او کړاوونه مي په مخه دي

ستا غم مي پر زړۀ لکه تڼاکي دي


برخي د الله دي کني وګوره!

څومره ښې سيکې په پښتونخوا کي دي


ستا په شان مي بيا د چا ونه ليدې

سترګي خو خدای ايښي په هر چا کي دي


دا چي پر څنګ ګورې شونډي وچيچې

پوه شوم ارادې دي خطرناکي دي


مړ به شم بې واره لږ پلو نيسه

سترګي ده شوخي کوي چالاکي دي


دا چي زه سرباز په لار کي پرزمه

زما سترګي خو ګلي بس په تا کي دي


اوښکي مي راشي له بڼو چي تر ګرېوانه رسي

چيغي د وير مي بيا له مځکي تر آسمانه رسي


چي کلي يو شي د ملک او د ملا په سلا

بيا د مجنون غوندي څه خلګ تر بېابانه رسي


شونډي په غاش څهره مسکي سترګي يو دم غټي کي

ده هغو سترګو غشي خاص د زړۀ تر ميانه رسي


زړۀ کي طوفان مخ ته جانان زه ورته ووايم څه

بدن په کپ شونډي په رپ ساه مي تر ساه نه رسي


ځان ازمويي خو بيا هم بېرته په څلوره ووځي

د نړۍ هر قام چي شتمن شي تر افغانه رسي


د چا په آه باندي يو دم دنګي ماڼي لړزېږي

سربازه ! زموږ له کلو چيغه تر هيچا نه رسي



ستړی شومه راشه څه ستومانه غوندي ژوند دی

بې لتا زړګيه پرېشانه غوندي ژوند دی


خدای خبر چي کله به د مرګ غېږي ته ور شم

څو لحظې دلې يمه مهمانه غوندي ژوند دی


لږ څنګ ته را نژدې شه څه خندا راسره وکړه

غمجن غوندي ماحول دی او خفګانه غوندي ژوند دی


د ښار هره کوڅه کي تور مرګونه وېشل کېږي

په دې ګرانه ګرانۍ کي څه ارزانه غوندي ژوند دی


سرباز ځه چي ولاړ شو دا زموږ کلي ظالم دی

د يار کلي ترې ښه دې مسلمانه غوندي ژوند دی







مدام دي د يادونو کاروان کلي ته راشي

تړمي تړمي اوښکي د ګرېوان کلي ته راشي


الله خبر چي زما د محبت انجام به څه وي

عجبه وېروونکی يو ګمان کلي ته راشي


د زړۀ د تصور په آيئنه کي دي تل ګورم

امېد مي وي چي کله به جانان کلي ته راشي


په ورځ مي سترګي وچي وي نيولي ستا ولور ته

د شپې څادر راخور شي بس آرمان کلي ته راشي 


تارونه د ګرېوان مي اسوېليو سره شلېږي

چي روڼي روڼي اوښکي د چشمان کلي ته راشي


سربازه په دې کلي کي به څنګه زندګي وي

رقيب دي په ګاونډ کي وي هجران کلي ته راشي




نن دي بيا قاتِل نظر نه دی نو څه دی

چي پسې زما په سر نه دی نو څه دی


توري زلفي دي خورې ورې را زانګي

د مارانو يو لشکر نه دی نو څه دی


هر سړی چي مي په کلي کي دښمن شو

دغه مينه دي لوی شر نه دی نو څه دی


چي زما له قصده بل سره خندېږې

دا پر باندي محشر نه دی نو څه دی


هره ورځ مي په يو نوي ظلم وژنې

پر سرباز دي بد نظر نه دی نو څه دی






د زلفو جال کي دي څوک زما غوندي بندي وساته

د مړو ځای نه دی په بند کي دي ژوندي وساته


زه ځم د ننګ په سفر چيغه د يووالي وهم

موري ! ته لپه کي دعا راته خوندي وساته


له خوشحالۍ نه که دي زړۀ هر څو ټوپونه وهي

د رسوايي له ويري ګونجي پر تندي  وساته


زه به هم خپل لېونتوب لږ ډېر په قابو کي ساتم

ته هم په تلو راتلو کي لږه پابندي وساته


معتصب نه يمه سرباز ، خو حق د خپلي ژبي

پر ما پښتو ګرانه ده ته خپله سندهي وساته






دا ژوند دی جي

پسخند دی جي


بې د ميني 

څه ژوند دی جي

ستا خبري 

پند دی جي

جنت وېشي

اخوند دی جي

اوس د يادو

شخوند دی جي

زه ستا يمه

سوګند دی جي

سرباز عشق کي

پابند دی جي




سيوری د خپل ځان راسره هم نشته

اوس خو خپل ايمان راسره هم نشته


څنګه ثبوت درکړمه د تللي وخت

هغه تصويران راسره هم نشته


وخته! څنګه دښت ته دي راوړی يم

سر باندي آسمان راسره هم نشته


څومره تنها شوی يمه خدايه زه

دلته خو خپل ځان راسره هم نشته


چا چي خېژولي وم آسمان ته زه

هغه مريدان راسره هم نشته


څنګه به ځان خلاص له دې بلا کړمه

توري د قرآن راسره هم نشته


ويړ وم کائينات غوندي سربازه آرين

هيڅ شوم زره توان راسره هم نشته



په مينه نه پوهېږې پرې به يې ږدم

ژوند مي په شا ګرځوم کښې به يې ږدم


ستا د پښو پلونه به ژوندي ساتمه

پکښي ګلان پرله پسې به يې ږدم


د ځوانيمرګو آرمانونو آشنا

دا ستا په وړاندي جنازې به يې ږدم


ستا تصويران به له دېواله کوز کړم

په زړۀ کي ځای لرم دلې به يې  ږدم


ځان به د ځان له قيده زر را باسم

په دېواله کي آئينې به يې ږدم


د خولو څاڅکو نه سرباز آرينه

 خپلو بچو ته کتابچې به  يې ږدم



پر بستر پروت يم خلګ دعا ته راځي

زما د شهيد آرمان پاتا ته راځي


ستا د سلوک باران کړه لاره داسي

چي قدم مخته وړم نو شاته راځي


پر زيارتونو دومره وګرځېدم

چي اوس زه ور نه شم دوی ماته راځي


ستا محبت د خلګو پير کړمه زه

اوس په دعا پسي بېديا ته  راځي


دا ده نا اهلو حکومت دی دلته

انعام هغه وړي چي څوک پاته راځي





خدای له انسانه لا ناراضه نه دی 

ځکه چي اوس هم لا دنيا ته راځي


زما نامه پر چينارونو کاږي

هغه ګودر څه کوي دا ته راځي


سرباز بنګلې څه کوي ښار څه کوي

 سرباز خو يۀ زړګيه ! تاته راځي











دې کار نه فرصت لکه چي نه کوې

مينه محبت لکه چي نه کوې


ماته دي کتاب مدام خور کړی وي

ځان ته نصيحت لکه چي نه کوې


زما په شهادت جنت غمجن ملا!

خپله ته جنت لکه چي نه کوې


خلاصي تڼي ګرځې توپنچې سره

ژوند د شرافت لکه چي نه کوې


ته ځان پټوې خو زه در پوهه يم

نور مو امامت لکه چي نه کوې


لوی شوې خو خويونه دي ماشوم غوندي

خوی د آدميت لکه چي نه کوې


وه سربازه ! پرېږده تماشې نشې 

غم د آخرت لکه چي نه کوې


د ښکلو ښکلو انځورونه اخلم

غزل ته خوند ورکړم رنګونه اخلم


په محلونه کي خولې پلورمه

خپلو بچو ته کتابونه اخلم


زه به د لاس په دې تڼاکو باندي

له دغي مځکي نه لعلونه اخلم


ازغيو وبخښي د يار څڼو ته

فقط يو څو دانې ګلونه اخلم


د څړک غاړي ته ډبري کوټم

خپلو خوبو ته تعبيرونه اخلم


مزدور سړی يمه سرباز آرينه !

هوسايي پلورمه دردونه اخلم


سوله او سيالي غواړم

ژوند د آزادي غواړم


کرکي نه مي کرکه شي

مينه ورور ولي غواړم

ځغلم په راحت پسې

امن سوکالي غواړم

زه انسانيت غواړم

زه مسلماني غواړم

ته ولاړ شه شهيد به شې

زه خو زندګي غواړم

تا پسې راغلی يم

لاس راکه ياري غواړم

غواړم د پښتو نصاب

خپل حق ضروري غواړم


زه سرباز آرين لره

خدايه کاميابي غواړم



اوس به درسره لږ ګزاره کوو

وخت چي راشي بيا به دي چاره کوو


اوس لا د خبرو اجازه نشته

اوس به لا خبر په اشاره کوو


اوس خو قام ويده دی چي راويښ يې کړم

بيا به تر اټکه يوه نعره کوو


اوس دي اصليت راڅرګند شوی دی

اوس به نور له تا نه کناره کوو


خدای که سره يو کړو لر و بر پښتون

بيا به دي دښمنه ننداره کوو


وه سربازه ! هغه وخت به هم راشي

يو بل ته خبر به په ښکاره  کوو



ژوند وبال دی

دغه حال دی


لاس دي غواړم

څه دي خيال دی


 باران نشته

ړنګ دېوال دی


دا غماز خو 

سم دجال دی


زما آهونه

ستا جمال دی


رانه مه ځه 

دا مي سوال دی


زما زارۍ دي

ستا جلال دی


مينه ستا خو

سم جنجال دی


زما په لاس کي

 ستا دسمال دی


بس ته ولاړ شه

زما مجال دی


شاعري دي 

يو مثال دی


واه سربازه

شعر کمال دی





مرګونه دي روا کړو وحشت ګره دوزخي

فساد دي دی جوړ کړی فساد ګره دوزخي


ښه ګرم دي بازار دی په دې خړ سپېره وطن کي

سرونه پرې کړه خرڅ کړه سوداګره دوزخي

       

زما پر سر دي څومره خيرات ټول کړو په جهان کي

زه ستا د ژوند زريعه يم دروېزګره دوزخي


لاسونه دي کاږه شه د توپکو اوستاکاره

د بم او د مرميو کاريګره دوزخي


تنکي تنکي ځوانان دي په خپل جهل لمبولي

کوډګره ، سحرګره ، جادوګره دوزخي


په کوم کتاب کي تا ده پيدا کړې لار جنت ته

په کوم کي زه سرباز يم فتنه ګره دوزخي




فکر آزاد ساتم که ژوند مي د غلام کړی دی

زه که نهر ويدېږم هم سوچ مي د قام کړی دی


ستا په کوڅه کي احتجاج کومه ستا په خلاف

تا خو زما د آرمانونو قتلِ عام کړی دی


قدر د هغه چا کوم چي سړيتوب ولري

و بې ضميره ته مي خدای شته که سلام کړی دی


زه چي هر څه کوم نو خاص پر توکل يې کوم

خدای مي دي نه بخښي که سوچ مي د انجام کړی دی


پر سرباز توري ګوتي مږې تهمتونه وايې

تا و دې خپل ګريوان ته هم ، يو نوکی پام کړی دی؟






درځه الله ده

اوس لا رڼا ده

دواړه به يو شو

که ستا رضا ده

په ځان کي پټ يم

بهر بلا ده

غوږ رانژدې کړه

تا کي مي ساه ده

که مرور شوې

ړنګه دنيا ده

ښکلېدل څه دي

زما سودا ده

زړۀ مي ډوبېږي

ورېځ نن بيا ده

مينه دي غواړم

مينه مي ستا ده


سرباز چي څه دی

د مور دعا ده



ځم د عشق پر لاره توکل دی ، جي

زړۀ دی زما نه مني پاګل دی ، جي


زه هم شايد دوي غوندي انسان نه يم

ژوي دي مارغان دي او ځنګل دی ، جي


تی ! جنت ته لنډه لار پيدا کړله

زموږه اوږده لاره اوږد مزل دی ، جي


هغه چي علاج ته د مرض راغلو

هغه مسيحا د قاتل مل دی ، جي


دا چي هنګامه يې ښار کي جوړه کړه

دغه سړی وګورئ دا غل دی ، جي


ته که يې اوس نه منې دا بېله ده

ماته خو سرباز آرين بلبل دی ، جي




څه مي د ګرېوان تارونه څه مي د زړګي ورکړو

دې وطن ته موږ خدايه څومره ډېر سړي ورکړو


هر نسل مو دلته د يووالي نعره کړې ده

هر دور کي موږه ډېر سرونه قرباني ورکړو


يار ته مي نن خپله ناراضګي داسي څرګنده کړه

مخته مي يې ونه کتل لاس مي نيمايي ورکړو


چاراته په لاره کي کچکول د خېر نيولی وو

ما ورته څه اوښکي يو څو سوي اسوېلي اورکړو


ور سئ اوس خبر يې کړئ سرباز دا فيصله وکړه

را دي شي چي څه غواړي ما واک د زندګي ورکړو




ستا په منګول کي زړۀ پرېږدمه ځمه

په دښت کي ونه شنه کومه ځمه


ستا له چلنده ستونی تريخ روان يم

اوښکي په لاره غړپومه ځمه


باران ، ږلۍ ، سيلۍخو سترګي د يار

لاس و پښې دواړه لګومه ځمه


بې خپله ياره بل مقصد نه لرم

خپله کښتۍ شاته سوځمه ځمه


د خپل وران کور به وي يادګار راسره

په پښو کي ماتي ښيښې وړمه ځمه


خپله پښتو مي هلته نه ورپرېږدي

ودره!! سترګي دلته ږدمه ځمه


ښاره! سرباز به بيا په خوب کي وينې

هره اړيکه پرېکومه ځمه



په ځان پسخند وهم په ځان پوري خندا کومه

زه چي په هوش کي کله کله راشم دا کومه


زما يو ځوان هم د وطن په ګټه نه شو تمام

دغه ګيله به زه د کلي له ملا کومه


زه د غلام په نامه څومره يم خوشاله دلته

په غم يې ژاړم په ښادۍ کي يې ګډا کومه


ستا محبت په ما څه داسي يو اثر کړی دی

په خوب کي خاندمه په وېښه کي ژړا کومه


زما پر مينه باندي شک مه کړه سرباز آرين يم

که ژوند باقي وي نو تر مرګه به وفا کومه






نن بيا به کړې زموږ خانه خرابه محترمه

په غېږ کي دي رباب ايښۍ جنابه محترمه


دا ستا کافر ښايست مي ايمان نور تر و تازه کړي

دګل په جامه پوښ يې ګل ګلابه محترمه


څه لويي لويي دنګي ککرۍ سوې درته کښته

دا څه جادو دي کړی دی پنجابه محترمه


دا ستا په لېدو دومره و ځورېږم ژړا راشي

په خاورو کي خړ پړ پروت يې کتابه محترمه


يو ساعت خو له غمجن وجوده ووځمه ساه واخلم

احسان دي پر سر سترګو وړم شرابه محترمه


څه بل شان لېونتوب وو آه، سربازه چي ځواني وه

په ځغاسته باندي ولاړلې شبابه محترمه



په داسي کور کي يمه پروت چي دروازه مي نشته

پر لار روان يمه حيران يمه سايه مي نشته


هر څه را رسي خو يو ستا ديد د مرغيو پی شوې

نيم مړ ژوندی يم بې لتا بله چاره مي نشته


فتوې دي اوري که ډبري که مي دار ته بيايي

غم د بېلتون دی بې شرابو ګزاره مي نشته


 مستو څپو سره موده وشوه په جنګ روان يم

د سمندر په منځ  کي ګېر يم کناره  مي نشته


اوس به د آمن آذان څوک کوي سرباز آرينه

ښارونه ړنګ شو په جومات کي مناره مي نشته




يو عجبه کيفيت دی

ژوندون څه دی اذيت دی 


زما په غم باندي تازه شې

دا نو څنګه محبت دی


ماته لاس د ميني راکړه

زما تاته ضرورت دی


په  وطن کي هر څه ډېر دي

د سړو پکښي قلت دی


ته يې ما باندي حاکم کړې

دې کي هم د خدای حکمت دی


زما وطن يې سور دوزخ کړو

وايي دې کار کي جنت دی


يو سرباز وو لېونی شو

بس نور خېر و خېريت دی


لمن دي ولي ده داغداره ياره

لکه چي نه لرې هينداره ياره


څوک چي تقليد په پټو سترګو کوي

 له هغو تل ورکه وي لاره ياره


سائنس دي له  لاسه واک اختيار واخيستو

اوس بل روزګار وکړه رويباره ياره


هغو له موږ کار د پوړۍ واخيستی

دا چي پر موږ دي نن واکداره ياره


 هاي آرمان اوس چي ساه يوه پاته ده

ستا اصليت وينم مکاره ياره


اوس هر څه ډېر دي سرعام خرڅېږي

زړۀ ، ضمير ، مينه ، خريداره ياره




عجبه ښار دی يوه کوڅه نه لري

پر دېولونو اوړي لاره ياره


يو لېونی سرباز يو سوي چنار

دواړه اوس وتي دي له کاره ياره











راشه مل شه راسره زموږ په ګام شه

تا پسې مي اقتدا ده ته امام شه


تاته ځای لرم په زړۀ کي ګټه واخله

څه تاوان دی، ته! يو څو ورځي قيام شه


بې له لمره به نو څه ژوند د سپوږمۍ وي

ښکلې ياره! په ليمو کي مي مدام شه


اذيت دی ، بې چېني ده،درد کړاؤ دی

مغرور حسنه! جلوه ګر پر سر دبام شه


بدنامي د تندي خال کړه سر په لاس کي

عشق اسان نه دی خبر يې په انجام شه


يا په عشق کي د منصور غوندي په دار شه

يا په مينه کي سرباز غوندي بدنام شه



د انتقام جذبه ويده ښه وي ، سړه ښه ده نو

سکروټه مه پهوکه دا خپله مري ، ايره  ښه ده نو


 که رڼا راغله دا سپين مخي به بيا تور ووينې

دوی ځکه وژني څراغونه وايي ، شپه ښه ده نو


هره اړيکه يې شهيده سوه د نر له ذاته

دا پېغله ژوند څه کوي دغه پېغله ، مړه ښه ده نو


پرېږده اوبه دي شي دا خاوره بل اتل زېږوي

دا وينه مه صفا کوئ دا مځکه  ، سره ښه ده نو


سربازه دا خېرات خواړه نو په دا څه پوهېږي

ملت ودان ښه دی که دا خېټه  ، مړه ښه ده نو






زه پری مين وم د هغې راسره مينه نه وه

د ورځي خوښ وم خو شپي راسره مينه نه وه


ما د ژوندون کتاب تر دېرش کاله هم ډېر و لوستی

د يوه لفظ د يوې صفحې راسره مينه نه وه


ګناه  د پلار و ورور ده زه يې په بدي کي ورکړم

لکه څاروی د يوې رشتې راسره مينه نه وه


لکه دېوال يې زه دننه شوړولی يم نم

نشې تباه کړم د نشې راسره مينه نه وه


ما يې په مينه کي سربازه سر پر لاس اخيستی

د دی ظالمي د زرې راسره مينه نه وه






ته لما کرکه کوه زه درنه نفرت نه کوم

زه به دي ظلم سهم زه به شکايت نه کوم


زه مي پر لور د علم هره دروازه خلاسوم

د غيرت نور ځايونه شته دلته غيرت نه کوم


چي کونډي بوري ډېروي او يتيمان زېږوي

دا شهادت څه کوم زه دغه جنت نه کوم


ډېرو يارانو يم چيچلی د لستونو په مار

بيا هم لاسونه غځوم بيا هم عبرت نه کوم


دا وار به وس کوم همت کوم  چي تا وګټم

دا وار به نه کښېنم  په خوله به د قسمت نه کوم


زه چي  څه وايم عکاسي مي د ټولني کوم

سربازه زه په شاعري کي خيانت نه کوم



چل بازاري پرېږده

دوکان داري پرېږده

په تا پوره نه ښکاري

زما ياري پرېږده

اولاد د ځان وګڼه

سوداګري پرېږده

عزت مجروح غريبه!

د خان خواري پرېږده

مينه په ټوکو نه شي

سوال و زاري پرېږده

راشه جنت وګټه

دنيا داري پرېږده

مرورتيا پرېږده

دا مکاري پرېږده

راشه ياران شو سره

دل آزاري پرېږده

سربازه نه  مرې پسي

دا مداري پرېږده



تر څو به ساه پوکې په ما کي ژونده

پرېږده چي مړ شم په ژړا کي ژونده


مرګ خو لا ښه دی پړده پوښ دی ژونده

تا خو رسوا کړم په دنيا کي ژونده


خلګ لټوي آب حيات در پسې

زه تويووم زهر په تا کي ژونده


تا په ما ښې ورځي ونه ليدلې

زندګي څه وي په وباء کي ژونده؟


څو به يو بل څکوو پر لار تر اوږو؟

څو به مزل وي په سزا کي ژونده؟


هغه سرباز هم په آرمان کي مړ شو

رښتيا وفا نشته په تا کي ژونده



فرقې شوې دومره ډېري خپل اسلام راڅخه ورک دی

په چا پسي نيت وتړو امام راڅخه ورک دی


څوک ګوډ مارننګ او صبح بخېرڅوک  سهار په خېروايي

په خدای چي اوس خو خپل هغه سلام راڅخه ورک دی


په مينه کي دي دې حال ته راورسېدو ياره !

په خپل کور پسي ګرځو در و بام راڅخه ورک دی


يوه لويه بيماري را لګېدلې د فېسبوک ده

واټسپ دی مېسنجر دی ژوند تمام راڅخه ورک دی


په خوا به وسيله وه مشر کشر به ښکاره وو

اوس يو په بل کي خېژو احترام راڅخه ورک دی


سربازه د ښادۍ شاعري وکې اوس ويده شه

له خوبه دي ايستلي يو آرام راڅخه ورک دی




راشه په زړۀ کي ستا دپاره مي ځای اوس هم شته

زما په ګوته کي ستا نخښه چلی اوس هم شته


کلونه مخکي يو عاشق وه دلته ساه ورکړې

خو په دې دښته کي د هغه زګېروی اوس هم شته


 تا چي راکړی وو چي ماله به بنګړي پرې راوړې

په جيب کي ګرځوم سا هغه بنګړی اوس هم شته


دې ته مجبور شمه چي ستا تصوير په اور وسوځم

خدای خبر ولي مي په زړۀ کي زړسوی اوس هم شته


هغه پاګل څيري ګرېوان هغه ملنګ د کوڅو

هغه ستا مينه کي سرباز لېونی اوس هم شته





په کور کي اوسم خو د خپل کور په حساب کي نه يم

داسي تحرير يم چي په هيڅ يوه کتاب کي نه يم


که يم خو داسي چي بې ما يې څه شل کړي نه دي

عجبه دا ده چي بيا هم زه په نصاب کي نه يم


د خوار د مړيني مرثيه يم څوک مي هيڅ نه لولي

داسي نغمه يم چي له سره په رباب کي نه يم


هغه وخت بېل وو تر ډيليه باچهي وه زما

اوس غلام شوی يم  هغسي آب وتاب کي نه يم


د څو خوا خوږو دعاګاني راپسې آرينه

وحشي څپو سره ټول عمر به ګرداب کي نه يم





بد رنګه زمانه شوه

دا څنګه زمانه شوه


خېرات ته ټول پراته يو

ملنګه زمانه شوه


د ظلم بازار تود دی

اورنګه زمانه شوه


په ځان پوري خندا ده

بې ډهنګه زمانه شوه


پيکه پيکه ماحول دی

بې رنګه زمانه شوه


ژوندون پر اوږو بار دی

څه تنګه زمانه شوه



حيا او ايمان ولاړی

فرنګه زمانه شوه


په يوه خوله کي دوې ژبي

دوه رنګه زمانه شوه


بې شرمه بې پرتوګه

بې لنګه زمانه شوه


سربازه په چا وياړې

بي ننګه زمانه شوه






لاس غځوم په لاس کي څه نه راځي

د کړو ښو برخه پوره نه راځي


ياران مي وايي تر تا هر څه قربان

خو پر موقع يو هم په ښه نه راځي


 عجب دا نه چي انتظار کومه

عجبه دا ده چه هغه نه راځي


زما خپل اخلاص د بربادۍ سبب شو

چاته انکار زما پر خوله نه راځي


هغې ويل پېژنم سرباز آرين يې

بس له دې ايسته مي پر زړۀ نه راځي

 






نه دي سندري وايم نه دي وړمه نوره جهنډه

ما احتجاج کړی دی زه لګوم توره جهنډه


هغه به نور وي سپي،چي ستا پړی په غاړه کي وړي

تا ورټکولې پر تنديو ده په زوره جهنډه


دا زنده باد و مرده باد د دښمنۍ خاوند کړو

راځه چي دواړه نوره وباسو له کوره جهنډه


څو چي ژوندی يمه تر هغه به يې هسکه ساتم

په مرګ مي قبر خواته وه دروه موره جهنډه










اودس کوم لګيا يمه سجدې وروړمه کور ته

اشنا مرور شوی دی جرګې وروړمه کور ته


باران يې د خفه زړګي پر دښته اورومه

په سترګو کي درياب وروړم چينې وروړمه کور ته


دنيا به زما مړی د قاتل په وره کي ګوري

په وينو باندي رنګ خپلي جامې وروړمه کور ته


اې ورسئ ورته ووايه سرباز ملامت شوی

کفن ، چاړه ،قرآن و سېپارې وروړمه کور ته










څاڅکي څاڅکي زما له سترګو ستا په غم د اوښکو څاڅي

ناڅي ناڅي کيبرجنه ستا پر شونډو خندا ناڅي


وکړه وکړه ظلم وکړه خو خبره د تلو مه کړه

پاڅي پاڅي آشنا پاڅي له بدنه مي روح پاڅي


توپک توپکه خوله دي شه ورکه توره توپکه

کړاڅي کړاڅي شو راپاته ماته بيا يتيمان کړاڅي











سرونه ډېر پرې شو خو توري مو لا پڅي  نه شوې

د وطن پېغلي مو په کوم بازار کي لڅي نه شوې


ته لا هم وايې چي پر ما چا قرباني ونه کړۀ ؟

پښتو ! پر تا باندي بې شمېره غاړي غوڅي نه شوې ؟


په تريو تندي باندي اوس څله په ماڼي تېرېږې

موږ په دا دومره وخت له تا نه شونډي بوڅي نه شوې









حمد


خدايه ستا حمد ليکل ګران دی 

بېخي لوړ اوچت دي شان دی

چي راواخلم قلم کله 

زما په ګوتو کي لړزان شي

توري واړه رانه تښتي

صفتونو کي دي ورک شم

ستا ټول واړه صفتونه  

چي وموږ ته کوم عيان دي

تا په تورو کي رانغښتي

زموږ د پوه تر  حده پوري

خو دا واړه توري خدايه

ستا تر ذاته پوري هيڅ دي

دا هر توری لا محدود چي 

ستا صفت سره تړلی

ته تر دې هم لامحدود يې



نعت

اولين يې اخيرين يې

رحمت اللعالمين يې

ستا قدم ته هوسېږي

عرش و فرش و آسمانونه

ته د ټولو انبياؤ

د آسمان ځلانده لمر يې

که ته ! نه وای هيڅ به نه وو

پر دا ټول کاينات باندي

هو ! بې شکه محمده!

ستا وجود د خدای له لوري

پېرزوينه ده احسان دی

لورېينه د ايمان دی

زه انسان د خدای بنده يم

ستا مريی ستا امتي يم

ستا قربان شم محمده!

زما و ستا او د خدای مينځ کي

عجيبه غوندي رشته  ده

عجيبه شان محبت دی

 زه پر تا باندي درود وايم

خدای پر ما باندي کرم کړي



لارښود


اوږد مزل دی

ورک منزل دی

مشکل کار دی

خدای موندل دی

توره شپه ده

او ځنګل دی

ځم به ځمه

توکل دی

بس يوازي يې

دا حل دې

محمد( راسره

مل دی

هم لارښود دی

هم مشعل دی



شکرانه


زه کله کله داسي فکر کوم

هغه لوی ذات چي

د بې شمېره مخلوقاتو خالق

ما سره مينه لري

ما خاص په نامه پېژني

زما تر مور هم 

بېخي ډېر دی

مهربانه پر ما

نو ژر  ولاړشمه اودس وکړم  زه

د خدای و کورته

يو څو سجدې

په شکرانه کي ور وړم



مور

زه نه پوهېږم

چي ته څه يې

زما لپاره موري

ستا ارزښت څه دی

ګټه څه ده ماته

ته لکه ونه

دسره لمر په ضد کي

ماته سايه رابخښې

ما له تو دوښي ږغورې

زه ستا په غېږه کي ټالونه خورمه

لوبي کوم

زما خطا زما ناپوهي ګڼې ته

خو دومره پوه يم موري

چي ستا وجود د خدای وجود ګڼمه

خدای و دا ټولو انسانانو ته

په دې دنيا کي 

پېرزو کوي د مور په بڼه مينه

د مور په بڼه کي خپل ځان ورښای

ګيله




ستا قصور نه دی

نه له تا څخه ګيله لرمه

نه دي و ماته هيڅ دهو که  راکړې

نه دي پر ما باندي څه ظلم

او ذياتی کړی دی

تاته وس هم زه دعاګاني

په لمانځه کي کوم

زه خو ګيله

له خپلو هغو امېد ونو لرم

هغه امېد چي مي له تا درلودی

د کوم چي هېله مي کوله له تا

هيله هر څوک له خپله ځان ورک کړي

او يو انسان له بل انسانه ورک کړي



بيارغونه

زه بيا لګيا يم

د خپل مات زړه

رغونه کوم

لکه دګران افغانستان غوندي زه

په هنري ګوتو يې بيرته

دېوالونه و هم

خو بس

دا ځل به يې

ډېر پټ ساتمه

هسي نه بيا چيري

کافري سترګي

په يو نظر باندي

ټوټې ټوټې کړې.






وخت

وخته! اوس بس کړه

زياته ظلم پرېږده

ما په دا لږ موده کي

قربانی ډېري در کړې

څومره زلمي مي قرباني کړل

آرمانونه درته

څه پېغلي هيلي مي

شهيدي شولې

ستا په وړاندي

څومره ساګاني دي

زما له حسرتو و ايستې

څومره ماشومي

خنداګاني دي

تر پښو لاندي کړې

څه شنه کښتونه دي زما

دغم په لور ورېبل

څومره غوښتني دي زما

بېرته را  و شړلې

څومره نازک نازک

خوبونه دي زما په دار کړه

وس خو مي پرېږده

وخته!

وس له ما سره

څه پاتي نه دي

وخته لږ وار وکړه

چي ځان ودان کړم

ستا دآرمان پوره کېدو لپاره

بيا ستا په لاس د ورانېدو لپاره

چي راځلمي شي څه ځوانان د وطن

دلته د بيا شهيدېدو لپاره.










قرباني

موږ مسافر

په بل وطن کي

د شپي و  ورځي

په کارو بوخت يو

مزدوريانی کوو

ترشا واړه واړه

بچي لرو

کورونه لرو

د خپل اولاد

د مسقبل  لپاره

د آرمانونو

قرباني ورکوو





پوښتنه


وروره ! پر څه مي  وژنې؟

ما څه ګناه کړې ده؟

څه مي تعدا کړې ده؟

ماته د کوم جرم سزا راکوې؟

ما خو د پلار له مرګه وروسته 

د پلار مينه درکړه

بدل يې هم نه غواړم

نه يې پوښتنه کوم

نه يې غوښتنه کوم

خو بس په دې مي پوه کړه

زما د زړۀ لپاره

وروره پر څه مي وژنې؟

موږ خو ناوسه او غريب خلګ وو

موږ مينه ناک او موږ قريب خلګ وو




و دې توپک ته دي زړۀ څنګه ښه کړی؟

دغه وسله په لاس کي چا درکړله؟

دغه سلا زما د مرګ ورورکه!

درکړې چا ده ؟ 

ته يې په څه قانع کړې؟

په کومه هيله يې د خپلي مېني

و ورانېدو ته پارولی يې ته

چي د  ورېنداري د کونډتون بېوزلي

د يتيمانو ځورېدلی احساس

يې ټول له تانه هېر کړی



دا ټولي چاري ددښمن له لوري

يوازي ستا د ماتېدو لپاره

چي تا يکړ کړي او بې وروره دي کړي

بس د هم دې ورځي ليدو لپاره





ناشکری


موږ اوس هم تنګ يو

له دې ژوند څخه

چي کور او اور لرو بچي هم لرو

تربرونه هم لرو او

د ژوند تيري لپاره

ښې آسانتاوي لرو

بيا هم ناشکره يو

موږ ستا 

پر دې راکړي ژوندون.









ژوند



ژوند که هر څو مره

تر مرګ بدتر شي

خو بيرته بيا هم

ترمرګي ښه دي

که چيري نه وای

نو ځان وژنه

به هم روا وای








يووالی

اې وروڼو! راشئ تر منزله پوري

ويوا و بل ته به ا وږه ورکوو

سره راټول به کړو پاشلي

 دغه ورک پښتانه

و هر ټبر ته به جرګې ولېږو

له مشرانو، له سپين ږيرو سره

راسي چي يو شو دو حدت لپاره

لار به يوه کړو تر منزله پوري

بيا به ورک نه شو

وژل کېږو  به  نه

اې  وروڼو! راشي تر منزله پوري

ويوا و بل ته به ا وږه ورکوو

موږ پښتانه لکه سرکښه زمري

غلامان نه شو په تاريخ جوته

له خپله لاسه څه لا نور د پاسه

په وير اخته په وير لړلي يو موږ

که موپه منځ کي منافقت وي

موږ به يو نه شو، موږ به جنګيږو  

موږ به مړه کېږو ،موږ به ورکېږو


ترقي



انسانه !

څومره ترقي دي وکړه

پر هره سخته دي

بريا ومونده

نړۍ دي ټوله کړه

د ځان غلامه

لاس کي دي

ټوله کائينات راځای کړ

دهسک له ستورو سره لوبي کوې

خواې انسانه!

تا هم د ځان په اړه

کله خپل ځان پوښتلی

چي لتا څومره

تېروتني  شوي

دا چي اوس دومره

په ځغستايې ليونتوب دي وکړی

د خپلواکۍ د آزادۍ پر نامه

دياغيتوب په سمندرلاهو شوې

ځان دي د ځان پر خواهشاتو باندي

و پلورلی

ته په لکونو مېلونونو انسانانو کي اوس

ځان له يکړښکارې

او تنهائي حسوې

اوس په لټون  د تسکين

زړۀ له سكون لټوې

ته اوس خپلوي غواړې

ياران غواړې

ملګري غواړې

ته له تربوره سره

د کلي  پراخه ژوندون

ته ګودرونه ، منګي

او ته جانان غواړې اوس

ته سادګي خوښوې

د پخوانيو قصې خوند درکوي

ته زلمېتوب غواړې

په ننګ ناموس غيرت پو ښلی

ته پېغلتوب غواړې

په پت ،غيرت ،حيا مينه

ته د پلاروېره اوس

پر هره تېروتنه غواړې

ته د مور غيږ غواړې

د ځان ږغورلو لره

چی پس له هري تيروتني دي هم

په غېږ کښي ونيسي بوسه  دي واخلي

خو ....اف....

افسوس انسانه!

تا بېخي ډير لري مزل کړی دی

چې ستنېده يې نشته

بيرته راتللای نه شې

ته بېخي لري ولاړې

تا دغه هر څه

ټول تر شا پرېښوول..



قبر


چي اوس لما سره

په ژوند کي خدايه

دا وعده و کړې ته

چی پس له مرګه به

وتاته عذاب نه درکوم

نه فرشتې د سوال ځواب در لېږم

نه تور ماران ، لړمان

خو زه انسان يمه

کمزوري خدايه

چي پس له مرګه

په دې خړ قبر کي

توره تياره بل يکړوالي

 او  ساه بندی به يم

زه به دا ستري وجود

څنګه  تر محشره وړمه



کيفيت



يو عجبه کيفيت دی

خوشالي په څه کي نشته

که نړۍ ټوله زما شي

يا هر څه لما جلاشي

که جهان ته لکه لمرشم

يا که  خاوري تر پښو لاندي

زما په هيڅ هم پروا نشته

زه له هر څه بې پروا يم

فکر وړی يمه دې ته

تر پرونه يو ماشوم وم

نن زلمی شومه او ځوان يم

عمر څومره په ځغستادی

څومره ژر په بيړه تېر شو

داپوره دېرش کاله عمر

لکه خوب چي سړی ويني

اوس مي هيڅ هم نه ياديږي

اوس يې هيڅ احساسوم نه

نه غمونه نه دردونه

نه خندا او خوشالي هيڅ

دغه پاته عمر هم بس

درڼو سترګو يو خوب دی

په ساعت کي به بوډ اشم

په ساعت کي به فناشم

يو عجبه کيفيت دي

ويرونکی دردونکی

ترهېدونکی رېږدېدونکی

اوس پر کومه تېښته وکړم

له ژوندونه هم وېرېږم

له مرګيه هم تر هېږم

اوس به څنګه ځان ترې خلاص کړم

دژوندون له کړاوونه

دمرګي له توري غېږي.




مور

زما کور لکه جنت دی

د جنت يوه ټوټه ده

ماته ځان له تاج محل دی

زما حرم زما کعبه ده

دا په دې چي پکښي اوسي

يوه حسينه ماجبينه

سپر لنی غوندي موسم دی

خوشبوداره ګلورېنه

هم له قند و نه خوږه ده

هم له شاتو نه شيرېنه

لکه بوټي د کيمياده

کائيناتو کي نايابه

لکه شپه د شب قدر

چي دټولو شپو اميره

لکه مېاشت چي د روژې ده

په ټول کال کښي معتبره

لکه ورځ چي د جمعې ده

قدرمنه باعزته

لکه روڼ سهار د دوبي

لکه ښه سړه سايه ده

دساړه ژمي پيتاوی

دسپرلي دګل وږمه ده

لکه تنده کي درياب ده

هم په لوږه کي خواړه ده

هم مي کټ هم  بستره ده

زما ښکولې مدرسه ده

هم مي ژبه هم مي زړه ده

زه چي کله کور ته ورشم

پر لاسو باندي يې مچ کړم

دا مي ښکل پاس پر تندي کړي

راته داسي دعا وکړي

خدای دي زما له

حقه خلاص که

خدای دي تاته

جنت درکړي



دپلار مرګ


جهان يو رنګه تياره شو

يو لوی تندر  را  ايله شو


او غوږونه مي کاڼه شو

هم مي ديد کولای نه شو


انسانان رانه فنا شو

ټول جهان رانه فنا شو


نه څه غر او نه ډګر وو

نه غرمه نه مازديګر وو


د آسمان سوي نارې وې

 هم پر مځکه زلزلې وې





زما پر مخ ولو رودونه

اوښکي اوښکي قطارونه


تر غوږو مي آزانګې وې

هر خوا چيغي غلبلې وې


څنګه ورځ وه پاکه ربّه

زما سايه دي کړه طلبه


زما اوله مدرسه وه

زما د سر يخه سايه وه


دې ظالم غوندي وختو ته

وېر لړلو زمانو ته


د دنيا تودو سړوته

د تربور و سترګو سرو ته


زه يتيم ور مخامخ کړم

زه يتيم ور مخامخ کړم


پاکه خدايه ستا قربان شم

په سل واره تېر تر ځان شم


لوی طاقت يې معتبره

اې رحيم کريم اکبره


ما ته صبر د زړۀ راکړې

زما پر پلار تيارې رڼا کړې











دعا 


د جهان موجوداتو بېګانه يم

زه د يار له غمه پروت پر وېرانه يم

زه ميني باد وهلی مستانه يم

لېونی يم لېونی يم ديوانه يم


يم خوشاله زه په دې چي مسلمان يم

امتي دپاک نبي اخير زمان يم


نه دولت غواړم نه غواړمه لعلونه

نه عزت و شهرت غواړم نه خوندونه

نه زن، زر، غواړم نه سمه او نه غرونه

نه زه غواړمه د ژوند ټول حسرتونه


نه لرمه بل آرمان نه مي پر زړۀ شته

بې لتا نه مي بل خيال نه پر خولۀ شته


سوزېدلی يم د سيوري نه د لمر يم

نه پر سمه مي طاقت شته نه دغر يم

نه توري نه د غشي نه د سپر يم

نه لايق دا ستا د لوري د سفر يم


خوښ د ميني په زندان کي شادمان يم

امتي د پاک نبي آخير زمان يم


نه وېرېږمه په په دې چي لوی عذاب شته

چي تنګ قبر عذابونه بې حساب شته

تور ماران و لړمان يې په هر باب شته

دوزخونه دي د سرو وينو درياب شته


نه وېرېږم له سقر له جهنمه

نه وېرېږمه له وني د زقومه


مي کار شته دي غواړم جنتونه

نه په  کار مي دي د حورو شنه خالونه

نه غليمان په کار لرم نه يې جامونه

نه شراب غواړم نه غواړم محلونه


هيڅ هم نه غواړم خو بس په يوآرمان يم

امتي د پاک نبي آخير زمان يم


ته لايق د عبادت يې پاکه ربّه

ته کامل په هر صفت يې پاکه ربّه

ته رښتين يې لوی طاقت يې پاکه ربّه

 ته له هر څه نه اوچت يې پاکه ربّه


لاس مي پورته په دعا سوال  مي قبول کړې

ستا په لوی در کښي يې پاک ربّه مقبول کړې


پاکه خدايه زه کم اصل ګنهګار يم

په ژړا يم په نارو يم په چيغار يم

زه سرباز آرين له غمه ناکرار يم

ستا په در کي سر په خاورو خوار و زار يم


ستا رضا غواړمه ځکه په ګريان يم

امتي د پاک نبي آخير زمان يم


د سهار سترګه


د سهار سترګه راخېژي 

سپېدې چوي رڼا کېږي

د تيارو پردې شوې څيري

تيارې ځي زياته ډوبېږي


د سهار دا روڼه سترګه

يو پېغام دنيا ته وايي

په سلام دنيا ته وايي


دا پېغام د سباوون دی

د يو بل نوي ژوندون دی


دا پېغام د ورورولۍ دی

د انسان د آزادۍ  دی


د ژوندون مبارکي ده

خو دنيا واړه فاني ده


د سهار دا روڼه سترګه

په جار جار دنيا ته وايي

په وار وار دنيا ته وايي

اې غافلو انسانانو!

زياته پورته شئ  سهار دی

وخت د شکر پر ژوندون دی

پر يو نوی سباوون دی 


سترګي خلاسي کړئ سبا ده

د تيارو کډه په  شا ده

د مرګي له توري غېږي

د ژوندون غېږي ته راغلاست

زما سلام سلام قبول کړئ

پاڅئ پاڅئ له غفلته

وخت د چا انتظار نه کړي

دغه وخت د آزادۍ دی

له سره اوره د خلاسۍ دی

پاي د ستړو ستومانۍ دي

پاڅئ يو شئ يو قوت شئ

يو همت شئ يو ملت شئ

لاس په لاس د ميني ورکړئ

دا نفاق له منځه ورک کړئ

څنګ پر څنګ شئ اتحاد شئ

په يو صف کي لاس پر نام شئ

د اسلام توره په لاس کي

له هر غمه به مو خلاس کي

واړه يو شئ يو لشکر شئ

  په دنيا به معتبر شئ


پاڅئ پاڅئ مسلمينو !

مخ ور تور کړئ د لعينو

ښه راغلاست زه درته وايم

ورځ په خېر درته وايم


د سهار دا روڼه سترګه

هر سهار موږ ته دا وای

خو نه اورو کاڼه يو

په بينا سترګو ړانده يو

د غفلت په خوب ويده يو

زوي له پلاره مرور دی

ښار له ښاره مرور دی

د زيي  خېلي اثر دی

ورور له وروره مرور دی


په هر کور کي څلور ګونده

له تربور سره په منډه

پر اومه غرمه راکښېنو

د فاني دنيا په غم کي

په هر کلي په هر چم کي

لېوني لېوني ګرځو

سپېلني سپېلني ګرځو

تر مطلبه مو څوک ځان وي

تر ورور هم راباندي ګران وي

که په دين موږ نا خبر يو

د دنيا په کار کي ستر يو

خواريکښ په هر هنر يو

ځکه هر ځای کي په شر يو

مينه نه لرو په زړو کي

ژبي نه لرو په خلو کي

لباسي خندا مو ډېره

رواجي ږغا مو ډېره

د نفرت کرونده ګر يو

خوښ په هر رنګ د ډالر يو

کين او بغض لرو په زړو کي

زهريله يو په رګو کي

کبرجن يو ډېر بې حده

درواغجن يو ډېر بې حده

زموږ لار ډېره خطا ده

زموږ لار ډېره خطا ده


د سهار سترګه نه وينو

نه روڼا ته يو  ځېر شوي

نه سپوږمۍ په پام راغلې

نه له ستورو رڼا اخلو

نه مو ګل ته دي کتلي

څنګه سپړي څنګه خاندي

کاينات له موږه ورک دی

موږ يو ورک له کايناته

موږ په هيڅ هم خبر نه يو

موږ هيڅ هم ليدلي نه دي

په تيارو کي يو لوی شوي

ځناورو غوندي ژوند دی

د يو بل پر اوږه پښې ږدو

پر مريو يې چړې ږدو

 د خپل قد پر لوړتابه يو

د بل چا په غم کي نه يو

پس خپل ځان دی ځان ځاني ده

د هر چا خپله خواري ده

                                             ***

نامعلوم ........


ته دښمن زما د ايمان يې

پيدا کړی خدای شيطان يې


په ښکاره خو سم انسان يې

په باطن کي لوی حيوان يې


د ملت د پاره زيان يې

په وجود کي مي سرطان يې


ته منونکی د قرآن يې؟

ته په خدای که مسلمان يې


درواغجن يې بد زبان يې

اووښتونکی له بيان يې


شکست خور د هر ميدان يې

پر سرباز نو پهلوان يې


ملت

چي باچا د بل غلام وي

چي عزت پکښي ليلام وي 

چي اولس ړوند وي ګونګی وي

بس خپل ځان ته يې ورپام وي

 

دا  ملت به څه ودان شي 

دا دي نور هم پسي وران شي


چي يتيم په چيغو ژاړي

مزدور خپل مز په خواست غواړي 

د خوار وچي د خولې لانړي

له خپل کوره کډه نغاړي


بس چي دا حالت د قام وي 


دا ملت به څه ودان شي 

دا دي نور هم پسي وران شي


چي بادار دي غل غدار وي 

پلورل شوی دي سالار وي

چي نا اهله دي واکدار وي 

چي ايره د دهقان زيار وي


چي ملا دي هم بدنام وي


دا ملت به څه ودان شي 

دا دي نور هم پسي وران شي


چي رڼا پکښي قتلېږي 

لمر په کاڼو ويشتل کېږي

د تيارو هر کلی کېږي 

بس و شپه ته خوشالېږي


تر سهار يې خوښ ماښام وي


دا ملت به څه ودان شي 

دا دي نور هم پسي وران شي


ورور د ورور په ضد سنګر وي 

قتلول چي لوی هنر وي 

چي يې داسي سر لښکر وي 

چي نه ښځه وي نه نر وي


له سرو وينو يې ډک جام وي


دا ملت به څه ودان شي 

دا دي نور هم پسي وران شي


چي مکتب پکښي سوځېږي

مدرسې نړول کېږي

ماجتونه يې ورانېږي

نو به کور څه پاته کېږي


کوم چي دغه يې مرام وي 


دا ملت به څه ودان شي 

دا دي نور هم پسي وران شي


چي د هر تن سترګي سرې وي

يا ژړا وي يا ښېرې وي 

سوي سوي يې نارې وي

خولې پر غوږ د هر چا پرې وي


بد ويل بد يې کلام وي


دا ملت به څه ودان شي 

دا دي نور هم پسي وران شي


چي زوی مشر تر خپل پلار شي

پر اومه ځواني واکدار شي 

د خپل نفس طابعېدار شي

لور په لټه د خپل يار شي 


چي هر څوک د ځان امام وي


دا ملت به څه ودان شي 

دا دي نور هم پسي وران شي


چي ريشتيا ويل ګناه وي 

درواغجن لره واه واه وي

د اولس ختلې ساه وي

حاکم مست وي بې پرواه وي 


کوم چي داسي يې نظام وي


دا ملت به څه ودان شي 

دا دي نور هم پسي وران شي


خدايه ته خو لوی باچا يې

زورور هم تر هر چا يې 

په هر څه باندي آګاه يې

هم لاس بری پر هر چا يې 


که څه خاص وي که څه عام وي


دا ملت که مي ودان شي 

پکښي خوښ به هر انسان شي


راستنې زما ژړا کړې 

هم را غبرګي مي غوغا کړې 

ماله ډېر درده ښېرا کړې

اوس قبولي مي دعا کړې

که دي ما خوار ته را پام وي


دا ملت که مي ودان شي 

پکښي خوښ به هر انسان شي







د هندو خدای پاماني


اې له ډبري څخه جوړ انسان رکمه خدايه

اې د نړي له غم ښاديو څخه بې غمه خدايه

ته په پوهېږې چي پر موږه باندي څه تېرېږي؟ 

د چا په حال باندي به خبيرېږې به له کومه خدايه


ته خو و ماته احتياج لرې په ګل دي پوښم

د ماشومانو ګډاګي غوندي ململ دي پوښم

تا په شيدو لمبوم تا باندي عطرونه پاشم

ته خو ساکت يې لکه مړی څو څو ځل دي پوښم


ته خو ډبره يې تراشلې د هنر په ګوتو

يوه مجسمه يې جوړه شوې د آذر په ګوتو

لتا به څه راته پېښېږي خېر و شر په ژوند کي 

لکه ګېڼه يې جوړه شوې د ذرګر په ګوتو


ته خو خالق نه يې تخليق يې حرکت نه لرې 

د څه کولو په خپل ځان کي هيڅ قدرت نه لرې

نه دعاګاني قبلوې نه ښراګاني د چا

د چا د اښکو پاکولو هم جرات نه لرې


ستا بې حسي زما په وينه کي تحريک پيدا کړی

زما په زړه کي يې له حق سره تشويق پيدا کړی 

زه په لټون شوم د رښتني بندګۍ په خاطر

پرته لتا نه مي رښتين خدای په تحقيق پيدا کړی


ته خو و ماته په ژوندون دا خامخا راکوې

د ذلت ژوند له د ذلت مرګ له دروا راکوې

زه که هر څومره ځان درخپل کړم بندګي دي وکړم

ته پس له مرګه د سره اور غوندي سزا راکوې


زه دادي ځمه نن لتا څخه بغاوت کومه 

بې حسه خدايه نور لتا څخه نفرت کومه 

نور درته نه راځمه سر به درته نه ټيټوم

ستا بندګي پرېږدم د بل خدای عبادت کومه


نور به دي هره ورځ په در کي ډيوې نه بلوم 

نه به ګلونه راوړم نور به غوټۍ نه پرې کوم 

نور به دي در ته هر سهار و ماښام نه راځمه

نه دي چوکاټ موچوم نور به ږنګی نه شرنګوم


نه به خپل لاس جوړه کومه تندۍ نه لګوم

ستا په بې حسه پښو کي نوري اوښکي نه تويوم

د حسرتونو پيټي نه راوړمه ستا و درته 

د آرمانونو ځولي ستا په وړاندي نه غوړوم


نور دي په در کي بې حسابه سجدې نه لګوم 

نور دي پر خپل تندي د ميني ټيکې نه لګوم 

نه به لتا سره شريک کړمه خپل پټ رازونه 

له ننه ورسته دي په کور کي بيا پښې نه لګوم 


ورک شه ظالمه تا خو سم دم هندو کړي يمه

د جهالت په دريابو دي لاهو کړي يمه

زه خو اشرف المخلوقات يمه انسان يمه زه

تا د خپل ځان په عشق کي هسي سادهو کړي يمه


ولي په پټه خوله ولاړ يې راته وږغېږه

زما ارادې کړه رابدلي راته وقهرېږه 

زه ياغي شوی يم در خپل مي کړه دځان مي کړه نور

يو څه خو ووايه پر ما باندي نن و رحمېږه



ته خو يو بت يې ته له ځانه مچ شړلای نه شې

ته و هيڅ مړه ته ژوندون بيرته ورکولای نه شې

په تا هيڅ پره نه ده هسي تش کالبود ولاړ يې 

ته و ژونديو ته مرګونه ور وېشلای نه شې


زه څومره ړوند وم ما د ظلم انتها کړې ده

ما خو په هيڅ نه لتا سره سودا کړې ده

زه د وېشتو لايق يم ، ته د ماتيدو لايق يې

ستا په خاورينو پښو کي ما ډيره ژړا کړې ده


زه درنه ولاړم بس دی ځمه د جنت پر لوري

د ژوندي خدای پر لوري ځم د لوی قوت پر لوري

چي انتها نه لري چي هيڅ آغاز نه لري 

چي شريک نه لري د داسي ستر قدرت پر لوري 


دکوم چي دغه لوړ آسمان دي او دا لمر چي لري 

چي د هر چا خالق دي دغه سمه و غر چي لري

ځم د هغه پر لوري واړه به تسليم شم ورته 

چي سپوږمۍ ستوري لري واړه بحر و بر چي لري


بس !


له ننه وروسته به کومه د لوی خدای عبادت 

په لوړ آواز به يې کړم تيره کليمه د وحدت

د خپلو کړو ګناهو به ترې بخښنه غواړم

هغه رحيم دي مهربانه دي پر واړه خلقت









لاس د ميني راکړه


اې ته خبر يې زما تربوره!

چي ما و تا يو سره مجبوره

په يوه کوڅه کي هم وره په وره يو

سره لرو حق پر روغ رنځوره


اې زما ويني  د آکا زويه

زما د خور  ، د ماما زويه

ماوتا خپل يو سره يوه وينه

دښمنان نه يو د خالا زويه


ولي جنګېږو په دې پوهېږو ؟

امن ښکلا ده ، ژوندون ښکلا کړه

 بس راځه لاس د ميني راکړه


وروره ! پوهېږې ته به خبر يې

زما لالا يې تر ما خو ستر يې

زه يم کم عقله او ته هوښيار يې 

ولي اخته همېش په شر يې؟

ديوې مور د يوه پلار يو

ولي له يو ، بله بېزار يو

د بل په لمسه سره اخته يو

روان پر بېله ، او بېله لار يو


که يو ځای نه شو دواړه ورکېږو

نفاق دي ورک شي نفاق ته شاکړه

بس راځه لاس د ميني راکړه


زما ملګرې پښتون افغانه

افسوس تر ما ، بد بخته ځوانه

د يوه قام د يو ملت يو

زم مسلمان تم مسلمانه


په وينه نه سره وبېږو

وطن مو وران ختمه مدعا کړه

بس راځه لاس د ميني راکړه

امن ښکلا ده ، ژوندون ښکلا کړه


تبصرے

اس بلاگ سے مقبول پوسٹس

نظم بيا رغونه