اشاعتیں

2022 سے پوسٹس دکھائی جا رہی ہیں

las da mini rakra

las da mini rakra
تصویر
 دسيد باچا شنواري فن و شخصيت ليک؛ سرباز آرين  ته خالق د ټول جهان يې زما ربّه ته په هر چا مهربان يې زما ربّه زه سيد له ګناهونو عفه غواړم ته کريم رحيم رحمان يې زما ربّه پېژندنه؛ "ارواښاد شنواری صېب په کال ۱۳۳۴ هجري شمسي کال د ننګرهار ولايت د شنوارو د لويې ولسولۍ د شير کړ کلي د آخند زاده ملا ګل حسن په يوه غريبه کورنۍ کښې يې سترګي پرانيستي دي،  او په ۱۳۴۲ کال هجري شمسي د غني خېلو په منځنۍ ښوونځي کې شامل او او په ۱۳۵۴ کال د ايمل خان د لېسې د دولسم ټولګی څخه فارغ شوې دی يو څه ديني علم يې د خپل ورور ملا نور حسن آخند زاده څخه زده کړی دی ، مورنۍ ژبه يې پښتو او په دري ژبه يې هم خبري کولای شي. ۱۳۴۸ کال څخه را دېخو شاعري پېل کړې ده ." يادونه؛ دا پېژندګلوي د ارواښاد شنواري صېب په لمړي کتاب "څړيکې ااو دردونه "  کښې خوندي ده که څه هم دا کتاب اوس ناياب دی موندل يې ګران دی . "څيړيکې او دردونه" شخصيت؛  ارواښاد شنواری صېب چي د هند باغ ښار سوهېل خوا ته د شنوارو په کلي کي استوګن وو،په ښار کي  د "سيد باچا استاذ" يا "خالد بابا" په نوم خلګو پېژندۍ، له ډېر وخت...
تصویر
 عاشقِ رسولﷺ عشق،مېنه او محبت دا يو داسي کېفيت دی چې په لفظونو کې بيانول يې ناممکن دي په تعريفونو يې بلها کتابونه ډک دي زما په اند عاشق هغه چا ته ويلای شي چې خپل غرور ،خپله انا تر پښو لاندي کړي ټول ژوند خپل معشوق ته وقف کړي د ژوند  ټول کړه وړه په يو داسي منظمه ،مذهبه او عاجزانه دايره کې تېر کړي چې  خپل معشوق ته يې  د خوښې وړ و ګرځي ، اوس دا پوښتنه پيدا کېږي چې عاشق رسول څوک کېدای شي؟ نو زه دا پوښتنه داسي ځوابولای شم چې هر مسلمان عاشق رسول دی، ځکه چې   د عاشق رسول مطلب له رسول پاکﷺ سره رښتنې مېنه کول، د نبي سنت خپلول،د نبي په اطاعت او فرمانبرداری کې تر ځان تېرېدل او خپل ټول ژوند د رسول اللهﷺ د سنت مطابق تېرول.  په دې کې هيڅ شک نشته چې عشقِ رسول د ايمان زړه دی ، ځکه چې اصل ايمان له ستر لاښودﷺ سر مېنه کول دي او  کامل ايمان په کامل عشق پوري مشروط دی   د بخاري شريف حديث دی حضرت عبدالله بن هشام(رض) وايي چې يو ورځ له رسول پاکﷺسره وم پاک نبيﷺ حضرت عمر (رض) لاس په لاس کې نيولی وو نو حضرت عمر (رض)  وويل اې د الله رسوله ته پرته زما له ځانه نور...