عاشقِ رسولﷺ
عشق،مېنه او محبت دا يو داسي کېفيت دی چې په لفظونو کې بيانول يې ناممکن دي په تعريفونو يې بلها کتابونه ډک دي زما په اند عاشق هغه چا ته ويلای شي چې خپل غرور ،خپله انا تر پښو لاندي کړي ټول ژوند خپل معشوق ته وقف کړي د ژوند ټول کړه وړه په يو داسي منظمه ،مذهبه او عاجزانه دايره کې تېر کړي چې خپل معشوق ته يې د خوښې وړ و ګرځي ، اوس دا پوښتنه پيدا کېږي چې عاشق رسول څوک کېدای شي؟ نو زه دا پوښتنه داسي ځوابولای شم چې هر مسلمان عاشق رسول دی، ځکه چې د عاشق رسول مطلب له رسول پاکﷺ سره رښتنې مېنه کول، د نبي سنت خپلول،د نبي په اطاعت او فرمانبرداری کې تر ځان تېرېدل او خپل ټول ژوند د رسول اللهﷺ د سنت مطابق تېرول.
په دې کې هيڅ شک نشته چې عشقِ رسول د ايمان زړه دی ، ځکه چې اصل ايمان له ستر لاښودﷺ سر مېنه کول دي او کامل ايمان په کامل عشق پوري مشروط دی
د بخاري شريف حديث دی حضرت عبدالله بن هشام(رض) وايي چې يو ورځ له رسول پاکﷺسره وم پاک نبيﷺ حضرت عمر (رض) لاس په لاس کې نيولی وو نو حضرت عمر (رض) وويل اې د الله رسوله ته پرته زما له ځانه نور تر هر څه ماته محبوبه يې نو ستر لارښودﷺ ورته وفرمايل "نۀ قسم مې دي په هغه ذات وي چې په قبضه کې يې زما ځان دی تر څو چې تاته تر ځان نه يم در ګران شوی ته مومن نه شې کېدای" حضرت عمر (رض) ورته وويل اوس ماته تر ځان هم راته ګران يې، نو ستر لارښودﷺ ورته وفرمايل ”اوس ستا ايمان کامل شو„
دالله ربّ العزت سپېڅلی ارشاد دی چې "څوک له ماسره د مېني ادعا کوي هغه ته په کار ده چې ستاسو(محمدﷺ) پېروي وکړي،
د ستر لار ښودﷺ ارشاد مبارک دی "په تاسو کې هيڅوک تر هغه وخته پوري مومن نه شي کېدای تر زه هغه ته تر خپل مور ،پلار ،اولاد او تر ټولو خلګو ورته ګران (محبوب) نه شم (صحيح البخاري)
يو وخت د پېشوا ﷺ په خدمت کې يو صحابي(رض) پوښتنه وکړه، اې د خدای رسولهﷺزه رښتنی مومن څنګه جوړ شم؟
نبي پاکﷺ ورته وويل، چې ته له خدايه سره مېنه وکړې.
هغه بيا وپوښتل، اې پېغمبرهﷺ! زما مېنه به له خدايه سره څنګه وشي؟
خوږ نبيﷺ په جواب کې ورته وويل "چې کله ته د هغه له رسوله سره مېنه وکړې.
صحابي(رض) بيا وپښتل" چې د الله له رسوله سره به زما مېنه څنګه پيدا شي؟
رسول الله ﷺ ورته وويل " چې د هغه پر طريقه باندي ولاړ شې،او د هغه سنت خپل کړې،له هغو خلګو سره مېنه وکړې کوم چې د خدای له رسوله سره مېنه لري او له هغو خلګو څخه کرکه وکړې کوم چې له رسول سره کرکه لري،له چا سره مېنه محبت کول د الله د رسول په خاطر وي او که له چاسره کرکه يا بغض ولرې نو هم وجه يې د خدای رسول وي،
وروسته پاک نبيﷺ وفرمايل" چې د خلګو ايمان يو برابر نه وي، بلکه چې د چا په زړۀ کې له ماسره څومره مېنه وي،د غومره به يې ايمان قوي وي،او چې د چا په زړۀ کې له ما سره څومره کرکه وي هم دغومره به يې کفر زياتېږي،
له دې وروسته د الله رسول ﷺ درې واره دا و فرمايل " خبر اوسئ! چې د چا په زړۀ کې زما مېنه نه وي د هغه ايمان نشته.( دلائل الخيرات
د کومي پاکي هستۍ مدح کونکی چي خپله ستر څښتن ﷻ وي،د هغه په باره کي دنعت ليکلو جرﺄت کولو سره به يو شاعر زر واري و دې فکر ته اړ کړي چي د چا پر سرمبارک چي پاک ربّ ﷻ ورفعنالک ذکرک تاج ايښی دی نعت ليکل به څنګه وي، که څه هم څوک د قلم په زور د هغه مقام و مرتبه يو زره برابر هم زياتوب نه شي کړای خو بيا هم د ميني د ظهار تر ټولو ښه ذريعه ده.
هم دا وجه ده چي شاعران و ليکوالان د خپلي ميني او عشق له لاسه مجبوره دي چي خپله مينه د شعر او ليک له لاري څرګنده کړي،
شاعري هم د خدای له خوا ډالۍ ده، بختور دي هغه شاعران چې دا قيمتي ډالۍ په مځکه کې د خدای او د هغه د رسول د اطاعت او د خدای د مخلوق د خېر ښېګړي وسيله ګرځوي د مېني محبت او سولي تبليغ کوي،بي له شکه داسي خلګ خداي پاکﷻ په خپل کلام پاک کې له(غاوون) غوندي شاعرانو نه مستثنیٰ کړي دي.
په داسي شاعرانو کې موږ يو ډېر تکړه ځيرک شاعرو ليکول لرو چي خپل ژوند يې او خپل ځان يې دې دپاره وقف کړی دی،د موصوف شاعر خمير له نعت نه جوړ دې متعال څښتن ﷻ پيدا کړی هم دې دپاره دی،ځکه چي موصوف دا نه چي يوازي نعت ليکي بلکه د نعت ليکلو په اړه ښه په پراخه اندازه مطالعه او معلومات لري،په نعت ليکلو کي چي څومره کار موصوف کړی دی يوازي پښتو ژبه نه زموږ په همسايه ژبو کښې هم نه تر سترګو کېږي ، لکه لمړۍ نعتيه مجموعه(ستا د مخ رڼا پسي راغلی يم) که وګورئ په درې ژبو کښې ليکل شوی دی پښتو،اردو او انګريزي او نعتونه هم داسي رښتني چي نعتونه چي د وېښته برابر يې هم له افراط و تفريط نه کار نه دی اخيستي،هر توری (وي) په ډېر احتياط په هوش و حواس کي لکه د ګل غوندي د نعت په ګل ورينه لمن کي داسي ټومبلی دی چي ښکلا يې نوره هم زياته شوې ده،له نعت ليکلوسره سره په خوش آوازي باندي د ويلو فن هم پاک څښتن ﷻ په هغه کچه ورباندي پېرزو کړی دی چي په اروېدلو يې غوږونه نه ستړي کېږي دومره زړۀ وړونکی او سحر انګيز آواز چي بې اختياره د سړي له خولې نه سبحان الله وويل شي او دا بيا بله قابل رشک خوبي ده چي په ټوله سيمه کښې يې د خوش آوازۍ انګازې تر ډېره لري پوري خورې دې کله هم په شاوخوا سيمه کښي يو نوراني محفل وي نو بې د موصوف له جادوګر آوازه نيمګړی او نيمه خوا دی او بلکه خلګ له ډېر لري ورپسي راځي او خپلو جلسو او نوراني محفلو ته يې د ګډون په ډېر احترام بلنه ورکوي.
موصوف يو رښتنی عاشق رسول ﷺ دی ظاهرًهم او په باطن ً هم ځکه چي موصوف دا وخت د تصوف په دنيا کي يو ښه علم لرونکی کس دی او طريقت په دنيا کي خدایﷻ ډېر لوی لوی انعامونه ورباندي پېرزو کړي دي چي د سیدي و مرشدي حضرت مولانا پير شفیع اللّٰه دامت برکاتهم عالیه له لاس نيوي سره سره يې د هغه په مبارکو لاسونو د خلافت دستار هم تر سر تړلی دی،
انسان چي کوم کار ته هم مخه کړي خدایﷻ پر هغه باندي د هغه کار آسانه کولو دروازې پرانيزي،نو خدایﷻ پرموصوف باندي هغه ټولي دروازې پرانستلي دي له کومي نه چي موصوف د نعت ليکلو او ويلو په ميدان کي يو شهسوار غوندي مخ په بره روان دی او دادی نن يې دويمه نعتيه ټولګه(که مې خداے نه کړي له دې دره جدا) زما مخته پرته ده.
ما نه غوښتل چي ليکنه دومره د طوالت ښکار شي يا دومره رانه اوږده شي چي په ويلو يې تاسو ستړي کړم خو اوس هم ډېري خبري چي ما ويل ياليکل غوښتې د ليکني د غځېدو له امله مي له اختصار نه کار واخيستو ځکه را وګرځېدم چي د نعتونو يو څو بېلګي ستاسو مخ ته کښېږدم که څه هم ما ته د نوموړي ټول کتاب منتخب دی هر نعت يې په خپل ځان يو رښتنی ،له صداقته ډک،پاکيزه،له قندونه خوږ ، شيرينه،له خلوص او ميني نه ډک،د ادب ، احترام او تعظيم په ښکلو لفظو پوښلی،هر شعر يې د عشق په لوړو منارو باندي له ستر لار ښود ﷺ سره د ميني او محبت نرم ګرم او مخملي احساس څرګندوي.
د بېلګي په توګه،
ســـــــر چـيــنــــه د مــحــبـت یــــې
خــــــــزانـــــــــــه د مــحــبـت یــــې
ټـــــول جــهــان ځــان پکښې ګــوري
آئـــــیــــــــنـــــــــه د محــبــت یـــې
چـې یې څوک وڅـکي پۀ خــود شي
پـــېــمـــــانـــــــــه د مــحــبـت یــې
y y y
د تـــا نــــــــوم دا وظـــیــفـې دې وي رونـې
دا د نــــــور ډکــې چــشـمـې دې وي روانـې
ســتــا پــــۀ مـخ دغـه خـولې دې وي روانـې
د کـــــــوثـــر دغـــه وېــالــې دې وي روانـې
y y y
د دنیا تـرېنه ګـوډ ګـوډ خداے فېضياب کـــړو
ســتا لـۀ دې ښــــاره رڼـــا، شـــولا روانــــــــه
y y y
کـــۀ دې مــینــه محبت دے ، لا زوال دے
ستا صورت دے که سیرت دے ، لا زوال دے
چې دې کوم هـر ېو سنت دے ، لا زوال دے
ســتا خـبـره کـۀ حـکـمت دے ، لازوال دے
y y y
غرض دا چي د شاهد صيب په نعتونو کې فکر او هنر، جذبه او تخيل، د موضوع تخيل، د فکر نوښت، د بيان ندرت، ښايست، د معنی تخليق، سادګي او پاکوالی، نرمي او روانی، شاعرانه ښکلا او نظم، پاک خيالونه او احساسات، جمالياتي رنګ او همغږي، مزاج او سکون، جوش، له خونده ډک موضوعات او لغتونه، د رسول الله ﷺ سره مينه او محبت د ادب درناوي جوهر دي. د شاهد صيب احتياط دی،
ستا د پاره تـعــمـــیـــر شــــــوې زمـــــانــه ده
ستا لـه نــوم نــه تــعـبـیـر شـوې زمــــانــه ده
کائنــــات بــه دومـــــــره ښــکلے ولې نــــۀ وي
لــۀ صـورت دې تــصـــویــر شــوې زمـــانــه ده
y y y
د دنیا تـرېنه ګـوډ ګـوډ خداے فېضياب کـــړو
ســتا لـۀ دې ښــــاره رڼـــا، شـــولا روانــــــــه
ستا راتــلل وۀ چــــې نــشـه لـۀ ډېــرو مـغــزو
د خــــــــــودي او د آنـــا، شـــــــولا روانــــــــه
y y y
د حمد او نعت تر څنګ شاهد صيب د اصحابو کرامو ذکر هم په ډېر عقيدت، مينه او درناوي سره په خپل نعت کي کړی دي نعت يې په نويو تخنيکونو او د قران کريم په آياتونو ښکلی کړی دی په نعت کې داسې افکارو ته ځای ورکړی دی چې د زړه په پرتله ذهن ته ډير خوند ورکوي،
تـش پۀ ګوتو باندې نـۀ شي چې یې پـرې کړې
ســر لـۀ یــاره چــې قــربــان کړې ایمان دا دے
y y y
دا ویــښ نـــۀ دي دا اودۀ دي
تـا چـې نــۀ ویــنی ړانـــــدۀ دي
لاَ نــــــبــې بـــــــعـــــــدي اوري
دا کـاڼــــۀ نــۀ دي نـــور څــۀ دي
y y y
چــې کـامــل پـــۀ بــنـــــدګـــــــي وۀ
او اللّٰه ورنــــــــــــــــــه راضــــــي وۀ
خـو هـــم دغـــــــه صـــــحـــابـي وۀ
y y y
نوموړي شاهد ځانګړتيا داده چي په نعت کښي يې هر ځای يې له زړۀ سره عقل و هوش هم وړی دی هر شعر يې د هوش و حواس په دايره ليکلی دی کله يې هم خپل عشق بې مهاره نه دی پرې اېښی ځکه چي پوهان نعت ليکل پر تېره توره تلل بولي که وېښته قدري شاعر پرته کښته شي نو ځان به غرق کړي، ځکه خو شاهد صيب تر زړۀ پر دماغ زيات زور کړی دی او زموږ په ذهنونو او فکرونو کې يو نوی فکر راڅرګندېږي چې نعت هم همداسې ليکل کېږي د نعت يې د غزل په رنګ کښې نور زړۀ وړنکی او خوندور شوی دی، په نعتو کښې يې د ايمان ،يقين او عقيدې پخولۍ له ورايه څرګندېږي چي لوستونکې ته د يقين او ايمان نور ور بخښي چي رڼا کښي يې د خپل منزل مقصود ، قربِ الهي اوقرب نبي ﷺ په خوا نور هم په چټکۍسره بيايي او عشق رسول انام ﷺ خپل لارښود ومني،
دا بــــــه دغـــســـې اودۀ وي
چې ويښ نۀ شوۀ پۀ نعتونـو
غرض دا چي په شاهدصيب کښې د يو ښه نعتيه شاعر ټولي خوبياني شتون لري،له تاسو په کلکه د دې کتاب د مطالعې توصيه کېږي، الله تعالی دې د شاهد صيب د نعت د کتاب عزت او شرف قبول او منظور کړي. د نيکو اعمالو اجر ورکړي، د کينې حسد او د بدکارانو له شر څخه دې وساتي (آمين)
په درنښت،
سرباز آرين
صدر سپين غر پښتو ادبي ټولنه مسلم باغ
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں